کابل ټکی کام (جمعه، ۴ کب، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې د غزې شمالي، مرکزي او جنوبي برخو کې د حماس اسلامي غورځنګ او نورو فلسطیني مقاومتي ډلو ځواکونو سره په خونړیو نښتو کې ۱۷ اسرائیلي ترهګر پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
حماس ته یوې نږدې سرچینې “کابل ټکی کام” ته منلې، چې د مقاومت ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په اشغالګرو پراخ او بریالي عملیات ترسره کړي، چې اشغالګرو ته یې ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولې دي.
د ویلوه ده، چې اسرائیلو تر اوسه په رسمي توګه د حماس غورځنګ د ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو اسرائیلي پوځ ته ځینو نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي، چې تېر ۲۴ ساعتونه یې غزه کې خورا خونړي و.


















