کابل ټکی کام (شنبه، ۵ کب، ۱۴۰۲ل)
له هغه وروسته چې امریکا او برېتانیا تېره شپه د یمن پر ځینو مهمو پوځي اهدافو هوایي بریدونه ترسره کړل. د یمن وسله وال پوځ یې په غبرګون کې د “باب المندب” تنګي په بشپړه توکه د تړلو ګواښ کړی دی.
د المسیره تلویزیوني شبکې د خبر له مخې امریکايي او برېتانوي جنګي الوتکو تېزه شپه د الحدیده ولایت په «السلف» سیمه کې ۳ بریدونه کړي دي.
د یادې رسنۍ د راپور پر بنسټ دا په تېرو ۴۸ ساعتونو کې اتم ځل دی، چې د امریکا او برېتانیا جنګي الوتکې د یمن د “الحدیده” ولایت اړوند سیمو باندې بریدونه کوي.
په ورته مهال د یمن د وسله والو ځواکونو یو لوړ پوړي قوماندان ګواښ کړی. که امریکا او برېتانیا یې پر وړاندې خپل بریدونه ونه دروي، نو دوی به د “باب المندب تنګی په بشپړه توګه وتړي.
که څه هم تر اوسه یمني حکومت د امریکا او برېتانیا د تېرې شپې په هوایي بریدونو کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي و، چې په هوایي بریدونو کې یې ۳ تنه پوځیان شهیدان او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده، چې د یمن د دوسله والو ځواکونو دغه لوړ پوړی قوماندان د “باب المندب” تنګي په بشپړه توګه د تړلو ګواښ داسې مهال کوي، چې د نړۍ ۴۰ سله تجارتي مالونه له یا تنګي تېریږي او دیمني ځواکونو د بریدونو له ویرې تجارتي بېړۍ اړ شوي چې خپل لوری بدل کړي.


















