ایراني ځواکونو پاکستان کې د جیش العدل یو مهم غړی وژلی

کابل ټکی کام (شنبه، ۵ کب، ۱۴۰۲ل)
ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د یاد هیواد امنیتي ځواکونو د پاکستان کې د «جیش العدل» وسله والې ډلې مشر «اسماعیل شه بخش» وژلی دی.
مهر خبري آژانس خبر ورکړی، چې د ایران امنیتي ځواکونو لومړی د «جیش العدل» د دې مشر د نیولو هڅه وکړه چې له امله یې نښته رامنځته شوه او پکې «اسماعیل شه بخش» او د دې ډلې څو نور غړي ووژل شول.
د ویلو ده، چې پاکستان په رسمي توګه په خپل هېواد کې د ایراني ځواکونو د عملیاتو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو تېره میاشت د ایران انقلابي سپاه پاسداران ځواکونو پاکستان کې د جیش العدل مرکزونو باندې هوایي بریدونه کړي و. چې په غبرګون کې یې پاکستان هم ایران کې د بلوڅ وسله والو مرکزونه په نښه کړي و.



