خواجه مجاهد
ویدۀ امت به د غـزې د بې اسرې ولس مظلومیت کله درک کړي.
هغه خاوره چې یو وخت د اسـلامي امــت لومړۍ قــبله وه ، د مسلمانانو مخ ور تاو و ، او د اسـلام د تقدس مرکز بلل کېدۀ، خو نن د صیهونستي وحشیانو په ظلمونو کې را ګيره ده.
د فلسطیني مظلومو ماشومانو ژړا ، د مسلمانو خورکیو کـړیکې او د مظلومو بوډاګانو د بې وسۍ کیسې هغه څه دي چې باید ویدۀ ضمیرونه را ویښ او د درد کیسو ته یې رسیدنه وشي.
یو فـ.لسـطیـني ورور په خپله ایکس پاڼه لیکلي:
*ایا عــربي ضمیرونه مړه دي؟*
*عـرب بزدلان او غداران شوي دي؟*
*امت به کله ویښ شي..!*
*له لیکلو او نشرولو ستړی شوی یم، دلته چا لپاره ژوند نشته*.
*دا ظلم، تباهۍ، وژنې، بې کوره کېدل او لوږه به تر کومه روانه وي؟*
له غـزې یو بل خبریال پر خپل وال لیکي:
*که له سبا وروسته مې معلومات نه کیده، پوه شئ چې له لوږې وفات شوی دی.*
امت ولې دومره کمزوري شو ، چې د یو مظلوم چیغه او فریاد اوریدو ته لا زړه نه شي ښه کولای.
عرب واکداران د شلو ثانیو لپاره د فوټبال د یو لوبغاړي له مخ څخه د نقاب په لرې کولو میلیونونه ډالرو ته تیار دی، خو د غزې د وږو ماشومانو چیغو او فریادونه ته یې ضمیرونه مړه دي ، د دوی پر مظلومیت یې سترګې اوښلنې نه شوې او د امت درد ته یې په سینه کې ځای ور نه کړ.
*ملامت نه دي* *د امت له درده ناخبره* ، د ژوند په ټولو رنګینو ملامال او د دنیا عیشونو ته تسلیم عرب واکوال به خود د مظلومې غـزې روان ناورین ته د یو فلمي صحنې او د مظلومو خویندو او ورڼو *وا معتصما!* چیغو ته د فلمي ادا کارو په څیر ګوري.
*ویدۀ امت*


















