کابل ټکی کام (یکشنبه، ۶ کب، ۱۴۰۲ل)
په داسې حال کې، چې غزه کې د اسرائیلي ترهګرو بې رحمانه هوایي بریدونه دوام لري، د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې هېواد به یې غزه کې د صهیونیستي ریژیم د «ظلم» د پای ته رسولو لپاره له ټولو لارو کار واخلي.
انادولو خبري آژانس خبر ورکړی، چې د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان دا څرګندونې په بالیکسیر ښار کې د عدالت او پراختیا ګوند په غونډه کې کړې دي.
ښاغلي اردوغان پر فلسطیني ځمکو د اسراییلو د بریدونو په اړه ویلي چې د ترکیې لخوا د غزې اوسیدونکو ته د استول شوو مرستو کچه له ۳۴ زرو ټنو څخه اوښتې ده.
ولسمشر اردغان ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ له ترکیې څخه د ۲۳۸۰ ټنو بشري مرستو یوه کښتۍ رفح بندر ته رسېدلې ده.
رجب طیب اردوغان تر دې وړاندې له ۱۲ کلونو وروسته مصر ته تللی و چې د اسرائیلو د بریدونو په اړه د یاد هېواد ولسمشر “عبدالفتاح السیسي” سره خبرې وکړي.
د ویلو ده، چې په غزې تړانګه کې د اسرائیلي ترهګرو بریدونو کې د شهیدانو شمېر هره ورځ مخ په زیاتېدو دی او تر اوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون څه د پاسه ۲۹۰۰۰ زره کسان شهیدان شوي دي.


















