امريکا او برېتانيا يمن کې ۱۸ اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۶ کب، ۱۴۰۲ل)
امریکا او برېتانیا د يمن په حدیده، تعز او پلازمېنه صنعا کې ۱۸ پوځي اهداف په نښه کړي دي.
د امریکا دفاع وزارت “پنټاګون” خبر ورکړی، چې امریکا او برېتانیا په یمن کې د یمني ځواکونو پر اډو د یو لړ ګډو بریدونو په ترسره کولو سره ۱۸ هدفونه په نښه کړي.
د «العربیه» خبریال راپور ورکړی، چې د امریکا او برتانیې د بریدونو په نوی پړاو کې، په الحدیده، صنعا او تعز ولایتونو کې د یمني ځواکونو اډې په نښه شوې دي.
له دې مخکې د صنعا د نړیوال هوایی ډګر مشر خالد هم په خپله ايکس پاڼه د یمن پر پلازمینه صنعا د بريدونو پخلی کړی و.
د “المسیره” په نامه يمني ټلویزیوني چینل هم د یمن په پلازمینه صنعا کې پر ځینو مهمو هدفونو د امریکا او برېتانیا بریدونه تائيد کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې د یمن پر ضد د امریکا او برېتانیا د ګډو بریدونو دغه نوی پړاو وروسته له هغې پیل شو، چې د یمن وسله والوالو ځواکونو د بېړیو په لور څو توغندي وتوغول چې په کې د عدن په خلیج او سره سمندر کې د امریکا جنګي بېړۍ هم شامله وه.



