حماس ځواکونو سره نښتو کې د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۷ اسرائیلي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۶ کب، ۱۴۰۲ل)

له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د حماس اسلامي غورځنګ ځواکونو سره په نښتو کې د یو لوړ پوړي اسرائیلي قوماندان په ګډون ۷ صهیونیستي پوځیان وژل شوي دي.

‏اسرائیلي پوځ تاییدوي، چې د غزې تړانګې په “الزيتون” ښارګوټي کې یې حماس ځواکونو سره په نښتو کې د يو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۷ پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

له بل پلوه د حماس مقاومتي غورځنګ سرچینو “الأقصی” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې په ۷۲ ساعتونو کې یې د غزې تړانګې په شمالي او جنوبي سیمو کې د صهیونیستي اشغالګرو لسګونه ټانکونه ویجاړ کړي، چې په پایله کې یې سلګونو اسرائیلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ویلو ده، چې په دې وروستیو څو اوونیو کې د حماس غورځنګ او د نورو فلسطیني مقاومتي ډلو په بریدونو کې سلګونه اسرائیلي ترهګر پوځیان وژل شوي؛ خو صهیونیستي ريژیم هڅه کوي، چې خپله مرګ ژوبله کمه وښیي.

مربوطه مطالب

Back to top button