يمني ځواکونو عدن خليج کې پر امريکايي بېړۍ توغنديز بريد کړی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۶ کب، ۱۴۰۲ل)

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند” جنرال یحیی سریع” خبر ورکړی، چې جنګياليو يې په سور سمندرګي کې د امریکا په څو پوځي بیړیو د بې پیلوټه الوتکو حملې وکړې او د عدن په خلیج کې یې هم یوه امریکایي بیړۍ په څو توغندیو ویشتلې ده.
په ورته وخت کې امريکايي او برېتانوي ځواکونو په ګډه د یمني ځواکونو پر ګڼ شمېر پوځي اهدافو بريدونه کړي او په سيمه کې تاوتریخوالی تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
بايد وويل شي، چې د روان ۲۰۲۳ ميلادي کال د نومبر مياشتې راهيسي د یمن وسله والو ځواکونو له لوري په سره سمندرګي کې د اسراییلو، امريکا او برېتانيا لسګونه بيړۍ ويشتل شوي دي او ګواښ يې کړی، چې که دښمن يې له بريدونو لاس وانخلي، باب المندب تنګی به په بشپړ ډول وتړي.

مربوطه مطالب

Back to top button