حماس: د بندیانو په اړه تر هغه خبرې نه شي کیدای، ترڅو چې اسرائیلي اشغالګر له غزې په بشپړه توګه نه وي وتلي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۲ل)
په داسې حال کې، چې د مصر په پلازمینه “قاهره” کې اسرائیلو سره د ممکنه اوربند په هکله خبرې روانې دي، د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر لوړ پوړي غړي “اسامه حمدان” د لبنان پلازمېنې “بیروت” کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې د بندیانو د تبادلې په اړه ترهغه پورې خبرې نه شي کیدای، ترڅو چې اسرائیلي اشغالګر پوځیان له غزې او اړوندو سیمو په بشپړه توګه نه وي وتلي.
د نوموړي په خبره استازو یې د تېرو ۲ ورځو خبرو په جریان کې د منځګړو هیوادونو استازو ته خپل شرایط وړاندې کړي؛ خو نوموړي اسرائیل تورن کړي، چې خبرو اترو کې له چل کار اخلي او هڅه کوي هغه څه یې چې د جګړې په ډګر کې تر لاسه نکړل له سیاسي لارو چارو یې لاسته راوړي.
د حمدان په خبره قاهره کې به یې استازي د ښه نیت ښودلو او د منځګړو هیوادونو د غوښتنې لپاره پاتې وي، خبرو اترو ته به دوام ورکوي؛ خو ټینګار یې کړی، چې اسرائیل- امریکا او نور هیوادونه به هیڅکله هم خپلو شومو موخو ته و نه رسیږي.
د ویلو ده، چې حماس دغه لوړ پوړي غړي یوځل بیا ټینګار کړی، چې غزه کې د حماس او نورو مقاومتي ډلو د ځواکونو مرال غښتلی ده، له خپل ولس دفاع ته ژمن دي، اسرائیلي اشغالګرو ته یې په تېرو ۴ میاشتو کې درانه ځاني- مالي زیانونه اړولي او اشغالګر له غزې ته تېښتې هڅه کوي.



