کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۲ل)
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ځواکونو يې د بې پیلوټه الوتکو په توسط دوه امريکايي بيړۍ ويشتلي دي.
نوموړي، چې تېره شپه ناوخته یې پلازمینې “صنعا” کې یوې خبرې ناستې ته خبرې کولې وویل: زموږ بحري ځواکونو سره سمندر کې ۲ امریکایې جنګې بیړۍ د بحري توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه او په بشپړه توګه له منځه وړي دي.
نوموړي یوځل بیا ټینګار کړی، چې د یمني ځواکونو عملیات به د غزې د مظلوم ملت د دفاع او غزه کې د صهیونیستي رژیم د وحشیانه جنګي جنایاتو تر پای ته رسېدو پورې دوام لري.
د ویلو ده، چې تېره ورځ هم د یمن وسله والو ځواکونو په سره سمندرګي کې یوه اسرائیلي بېړۍ نیولې وه او په عدن خلیج کې یې د امریکا یوه جنګي بېړۍ ویشتلې وه.