کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې د لبنان-اسرائیلو پر پوله د حزب الله اسلامي غورځنګ ځواکونو سره په خونړیو نښتو کې ۵ اسرائیلي ترهګر پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د حزب الله مقاومتي سازمان اړوند “المنار تلویزیوني” شبکې د یاد غورځنګ د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې یاده جګړه نن سهار مهال د لبنان-اسرائیلو پر پوله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر صهیونیستي اشغالګرو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اسرائیلي رسنیو هم خبر ورکړی، چې حزب الله ځواکونو سره یې نښتو کې یو شمېر پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو د کره شمېرو په اړه یې څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې صهیونیستي ريژیم تر اوسه د حزب الله غورځنګ د وروستیو ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو د صهیونیستي پوځ ویاند ادعا کړې ده، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د لبنان په جنوب کې د حزب الله وسله والې ډلې په مرکزونو ۵۰ هوایي بریدونه ترسره کړي، چې په پایله کې یې د یادې ډلې د ۱۲ مهمو قوماندانانو په ګډون ۲۰۰ جنګیالي وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

















