کابل ټکی کام (جمعه، ۱۸ کب، ۱۴۰۲ل)
د یمني حوثیانو د اسلامي مقاومتي غورځنګ “انصارالله” بنسټګر مشر ” سید عبدالمالک بدرالدین حوثي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د “طوفان الأقصی” عملیاتو له پیل راهیسې یې ځواکونو په سره سمندرګي او عدن خلیج کې د امریکا، برېتانیا او اسرائیلو ۶۴ بېړۍ ویشتلي دي.
د نوموړي په خبره: یوازې په روانه اوونۍ کې یې د دوښمن پر وړاندې ۸ بریالي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۳ امریکایي، ۳ برېتانوي بېړۍ ویشتلي او یوه اسرائیلي بیړۍ یې نیولې ده.
د انصارالله د اسلامي مقاومت غورځنګ دغه بنسټګر مشر خبرداری ورکړی، چې د امریکا، برېتانیا او صهیونیستي ریژیم پر وړاندې به یې عملیات تر هغو دوام کوي ترڅو چې پر غزې صهیونیستي اشغالګرو خپلو بریدونو ته د پای ټکی نه وي ایښی او امریکا یې له ملاتړ لاس نه وي اخیستی.
د حوثي په خبره د حماس په ګډون له ټولو فلسطیني مقاومتي ډلو سره په اړېکه کې یو او یوځل بیا یې ټینګار کړی، چې د نیول شوې اسرائیلي بېړۍ د عملې او مال په اړه یې واک حماس غورځنګ ته سپارلی ده.
د ویلو ده، چې د انصارالله مشر پر یمن د امریکا-برېتانیا روان بریدونه بې اغیزې بللي دي او په خبره یې سیمه کې د امریکا څخه اوس څوک نه ویریږي، اسلامي اُمت کې بیداري پیدا شوې ده، چې ښه مثال یې لبنان، عراق، یمن اوسوریه کې د صهیونیستي ضد ډلو فعالیتونه دي.