کابل ټکی کام (جمعه، ۱۸ کب، ۱۴۰۲ل)
د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د صهیونستي اشغالګرو لخوا د فلسطین په لویدیځه غاړه (الضفة الغربية)کې د ٣٥٠٠ نویو میشت ځایونو جوړولو پریکړه په کلکو ټکو غندلې، دغه ناوړه اقدام یې د فلسطیني ځمکو د اشغال په لړ کې یو بل بربنډ تیری بللی او په ټینګه یې د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: په داسې حال کې، چې د فلسطین خاوره د فلسطینیانو قانوني ځمکه ده، دغه ډول ظالمانه اقدامات او په غزه کې د صهیونیستي اشغالګرو له لوري روانه نسل وژنه د نه جبرانیدونکو عواقبو او په سیمه کې د بې ثباتۍ عامل ګڼو.
نړیواله ټولنه او په خاص ډول اسلامي هېوادونه باید په ګډه د دغه ناورین د مخنيوي په پار عاجل اقدامات ترسره کړي او په دې برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي، تر څو د فلسطین د مظلوم ولس د ټول وژني، د مځکو د غصب او په سیمه کې د وضعیت د لا بحراني کیدو او بې ثباتۍ مخه ونیول شي.