کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۲ل)
په داسې حال کې، چې د لبنان-اسرائیلو پر پوله د حزب الله ځواکونو او د اسرائیلي ترهګر ريژیم د پوځیانو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي. تازه اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې د لبنان له جنوب څخه پر اسرائیلي ښارونو لسګونه توغندي ویشتل شوي دي.
د اسرائیلي رسنیو د خبر له مخې نن شنبه د مارچ په ۲۰ مه نېټه د لبنان له جنوب څخه پر اسرائیلو ۳۵ توغندي توغول شوي دي.
د ویلو ده، چې د اسرائیلي پوځ ویاند د بریدونو د پخلی ترڅنګ ویلي، چې د توغول شویو توغندیو له ډلې یې ځیني شنډ کړي، ځینې یې په اهدافو لګیدلي؛ خو پکې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.


















