کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۲ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” په خپلو تازه څرګندونو کې د اسرائیلو په لومړي وزیر “نتنیاهو” توندې نیوکې کړي او دویم هیټلر یې بللی دی.
ولسمشر اردغان په غزې کې روانو حالاتو ته په اشارې ویلي: غزه کې د فلسطنیانو ټول وژنه روانه ده؛ خو د امریکا په ګډن ټول هغه هېوادونه پکې ونډه لري، چې د اسرائیلو د غاصب ريژیم ملاتړ کړي.
ولسمشر اردغان د خپلو خبرو پر دوام نړیوالو ته په خطاب کې ویلي: د نتنياهو تر څنګ درېدل ستر شرم دی.
ولسمشر اردغان یوځل بیا د فلسطنیانو د مقاومت ننګه کړې او په خبره یې د فلسطیني قضیې حل یواځې د دوه هېوادونو د جوړولو تګلاره ده او باید یو داسې فلسطیني دولت رامنځته شي، چې پلازمېنه یې “بیت المقدس” وي، د اردغان په خبره فلسطین د فلسطنیانو هېواد دی، اسرائیل اشغالګر دي او پر وړاندې یې د فلسطیني مقاومتي ډلو د مبارزې ننګه او ملاتړ د اسلامي نړۍ په ګډون د ټولو هېوادونو اخلاقي مسؤلیت دی.
د ویلو ده، چې ولسمشر اردغان قاهره کې د حماس او اسرائیلو ترمنځ روانو خبرو ته په اشارې ویلي: صهیونیستي ريژیم خبرو اترو کې مخلص نه ښکاري او په نږدې وخت کې د کوم اوربند د رامنځته کېدو احتمال نه لیدل کېږي.


















