افغانستان هانګانګ ته د ۶۶ منډو په توپير ماتې ورکړه

کابل ټکی کام فرید احمد
پچه هانکانګ وګټله خو نوبت یې افغان لوبډلې ته ورکړ، هماغه و چې په ګټه یې تمام شو.
د افغان لوبډلې پيل خورا ښه و، لوبډل مشر اصغر ستانکزي ۴۹ منډې جوړې کړې، نجیب ځدران هم ښه وځلید ۶۰ منډې یې جوړې کړې او ناسوځيدلی پاتې شو.
افغان لوبډلې په ټاکل شویو شل اورونو کې ۱۷۸ منډې جوړې کړې.
هانکانګ هم په پیل کې ډېره تېزه لوبه وکړه خو د ۵۶ منډې جوړولو سره یې یو لوبغاړی له لاسه ورکړ، نبي عیسی خیل د هانکانګ د منډو جوړولو مخه ډب کړه او څلور لوبغاړي یې وسوزول.
راشد او دولت دوه دوه لوبغاړي او شاپور ځدراڼ یو لوبغاړی وسوزولو.
د هانکانګ لوبډله یوازې د ۱۱۲ منډو په جوړولو سره وتوانېدله.
که په راتلونکې لوبه کې چې د عمان او عربي اماراتو ترمنځ ده، عمان وګټله د افغانستان په جام کې د شاملېدو امکان زیاتيږي.



