کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۲ل)
د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتي سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د سوریې په “دیرالزور” ولایت کې د حکومت مخالفو وسله والو ډلو او اسرائیلي اشغالګرو په هوایي بریدونو کې ۴۰ پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د سوریې یوې پوځي سرچینې ادعا کړې، چې په “دیرالزور” ولایت کې یې په ۳ پوځي اډو په داسې حال کې وسله والو بریدونه کړي، چې اسرائیلي اشغالګرو یې هوایي ملاتړ کاوه.
د ویلو ده، چې تېره اوونۍ هم په یاد ولایت کې د حکومت مخالفو وسله والو ډلو په بریدونو کې ۱۵ سوریایي پوځیان وژل شوي وو او ۵۰ تنه نور تښتول شوي و.


















