کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې د یمن وسله والو ځواکونو د اسرائیلو مهم بندري ښار “ایلات” په بالستیک توغندیو ویشتلی دی.
د مقاومت اړوند “المیادین” تلویزیوني شبکې د یمن د وسله والو ځواکونو د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د یمن وسله والو ځواکونو شیبه وړاندې د اشغال شوي فلسطین “ایلات” بندري ښار په لسګونو بالستیک توغنديو سره په نښه کړ.
په ورته مهال اسرائیلي رسنیو هم خبر ورکړی، چې په ایلات بندري ښار له یمن توغول شوي ګڼ توغندي لګیدلي؛ خو پکې د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې د یمن وسله وال ځواکونه اسرائیلي ښارونه په نښه کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم د ایلات بندري ښار په ګډون د صهیونستانو په څو ښارونو د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه ترسره کړي دي.


















