کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ کب، ۱۴۰۲ل)
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” خبر ورکړی، چې ځواکونو یې نن سهار وختي په سره سمندرګي “بحر الأحمر” کې یوه امریکایي بېړۍ د بالستیک توغندیو په وسیله ویشتلې ده.
د نوموړي په خبره یادې بېړۍ صهیونیستي ريژیم ته د فلسطیني ولس د وژلو لپاره وژونکې وسلې او د الوتکو تیل لیږدول، چې یمني ځواکونو وویشتله او په بشپړه توګه ویجاړه شوه.
په ورته مهال “القدس” خبري شبکې خبر ورکړی، چې د امریکا بېړۍ “پنوچیو” په څو توغندیو په نښه شوې ده.
په ورته وخت کې، CENTCOM یا د امریکا مرکزي قوماندانۍ دغه برید تایید کړی، خو ویلي یې دي چې دا بېړۍ د سینګاپور اړوند ده او تر اوسه یې پکې د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په هکله څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې د تېر ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې له ۱۹ مې نېټې راهیسې د یمن وسله والو ځواکونو له لوري په سره سمندرګي او عدن خلیج کې په اسرائیلي، امریکایي او برېتانوي بېړیو ۶۶ بریدونه ترسره شوي، چې په پایله کې یې لسګونه بېړۍ ویشتل شوي او ګڼ شمېر نورې د یمني ځواکونو له لوري نیول شوي دي.


















