کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ کب، ۱۴۰۲ل)
په داسې حال کې، چې پر غزې تړانګې د صهیونیستي ترهګر ريژیم وحشیانه یرغل پنځمې میاشتې ته د ننوتلو په حال کې ده. یو شمېر اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې د حماس غورځنګ په ګډون د ټولو فلسطیني مقاومتي ډلې لا هم دا وړتیا لري، چې له غزې د اسرائیلو پر پلازمېنه تل أبیب او نورو ښارونو توغندیز بریدونه ترسره کړي.
اسرائیلي رسنۍ وایي، چې د نتنیاهو حکومت تر اوسه نه ده بریالی شوی، چې د فلسطیني ډلو د بریدونو وړتیا له منځه یوسي او نه یې هم له عامه وژنې پرته بله کومه لاسته راوړنه لرلې ده.
د یادو رسنیو په خبره: اسرائیلي ځواکونه غزه کې له سخت مقاومت سره مخ دی او هره ورځ ګڼو اسرائیلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوړې.
د اسرائیلو رسنیو په خبره: نتنیاهو په اسرائیلي ولس کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړی او که وضعیت همداسې دوام وکړي ډېر امکان لري، چې نتنیاهو باندې د ولس فشارونه ډېر شي او نوموړی استعفا ورکولو ته اړ باسي.
د ویلو ده، چې په امریکایي ولسمشر بایډن هم ولسي فشار مخ پر ډېریدو ده او پارلمان کې جمهوریت غوښتونکي ګوند ترې غوښتي، چې اسرائیلو سره د وسلو مرسته بنده کړي او نتیاهو اړ کړي ترڅو حماس غورځنګ سره د خبرو اترو له لارې ستونزې ته د پای ټکې کېږدي.


















