یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

د اسلامي امارت رئیس الوزراء د ازبکستان بهرنيو چارو وزير په مشري پلاوي سره وکتل

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
مارچ 12, 2024
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه, مهم
0
20
ځلې شریک شوی
248
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ کب، ۱۴۰۲ل)

‏د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت رئیس الوزراء “محترم الحاج ملا محمد حسن آخند” نن د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر محترم ‘بختیار سعیدوف”، د افغانستان لپاره د ازبکستان د جمهوررئیس ځانګړي استازي محترم “عصمت الله ایرګاشف” او مل پلاوي سره پداسې حال کې چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر
محترم “مولوي امیرخان متقي” او د کانونو او پټروليم سرپرست وزير شيخ “شهاب الدین دلاور” هم حضور درلود، وکتل.
په دې کتنه چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن آخند ته د ازبکستان د جمهوررئیس محترم “شوکت میرضیایف” سلامونه او نېکې پيرزوينې وړاندې کړې. محترم بختیار سعیدوف وویل، د ازبکستان جمهوررئیس تل د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د ورورګلوۍ او ښه ګاونډیتوب پر اړېکو ټینګار کوي او وایي، افغانستان باید هېڅکله یواځې پرېنښودل شي.
ازبکستان له افغانستان سره په ټولو مهمو مسایلو په ځانګړي ډول د اقتصادي او کرنېزو پروژو پلي کولو په برخه کې د خپلو بریالیو تجربو شریکولو ته لېواله دی.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې ډاډمن امنیت ته په اشارې وویل، هېواد یې غواړي په افغانستان کې د سیمنټو د تولید د یوې فابریکې جوړولو، د ‌‌ډبرو سکرو د استخراج او له ډبرو سکرو څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.
نوموړي د ټرانس-افغان رېل پټلۍ پروژې ته په اشارې وویل، په نږدې راتلونکي کې به د ازبکستان مسلکي او متخصص ټیم افغانستان ته د دغې پروژې د تخنیکي چارو د ارزونې په موخه سفر وکړي.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن آخند د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، د ازبکستان جمهوررئیس محترم شوکت میرضیایف او د کابینې محترمو غړو ته هم زما سلامونه او نېکې هیلې ورسوئ.
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن آخند افغانستان او ازبکستان دوه مسلمان وروڼه هیوادونه وبلل چې دیني، فرهنګي او تاریخي مشترکات لري.
محترم رئیس الوزراء څرګنده کړه، که څه هم افغانستان په تېرو څو لسیزو کې له زیاتو ستونزو سره مخ وو، خو ازبکستان له افغانستان سره حسنه روابط لرلي او تل یې مرستې کړي چې مننه ترې کوو او هیله ده په راتلونکي کې دغه روابط لا زیات پیاوړي شي.
‏د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر ته د ا.ا له لوري د پورته ذکر شویو پروژو د عملي کولو په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، خپلو اړوندو ادارو او مسؤلینو ته مې لارښوونه ده چې د دغو پروژو چارې په بشپړې همغږۍ او همکارۍ ترسره کړي.
‏محترم الحاج ملا محمد حسن آخند د ټرانس- افغان رېل پټلي پروژې ته په اشارې وویل، د ازبکستان پلاوی دې له افغان لوري سره په همغږۍ خپلې چارې پیل کړي.
په پای کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر، عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله ته د ازبکستان د جمهور رئیس د سلامونو او نېکو پېرزوینو پيغام هم وړاندې کړ.

دا هم ولولئ

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

لوی ټکي: ملا محمد حسن، ازبک، چارواکي، ملاقات،
مخکینې مطلب

متقي: دیني او عصري زده کړې د اسلامي نظام د پرمختګ لپاره اړینې دي

بل مطلب

یوه برېتانوي بېړۍ د سومالیا سواحلو کې تښتول شوې ده

ځانګړي مطالب

افغانستان

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026

وروستي

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com