کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ کب، ۱۴۰۲ل)
د برېتانیا د سمندري ځواکونو مرکزي قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د سومالیا په سواحلو کې یې یوه بېړۍ تښتول شوې ده.
د برېتانیا د سمندري ځواکونو ویاند “العربیه” ته ویلي، چې د “امبري” په نامه یاده بېړۍ یې نن سه شنبه ناوخته سومالیا په ختیځ کې نا څرګندو وسله والو له لوري تښتول شوې ده.
د برېتانیا د سمندري ځواکونو ویاند د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې وسله والو د بېړۍ کنترول په خپل لاس کې اخیستی او سره له عملې یې برمته کړې او نامالوم ځای ته نقل کړې ده.
د برېتانوي ځواکونو ویاند خبر ورکړی، چې د بېړۍ د موندلو لپاره یې عملیات پیل کړي؛ خو تر اوسه یې ځای نه دی په ډاګه شوی.
د ویلو ده، چې د یمن د وسله والو ځواکونو له لوري په امریکایي، اسرائیلي او برېتانوي بېړیو تر خونړیو بریدونو وروسته اوس د یادو هېوادونو بېړیو تر ډیره خپل مسیر بدل کړی، د سومالیا په لاره تګ راتګ کوي؛ خو دا دویم ځل دی، چې بېړۍ یې تښتول کېږي، تېره میاشت هم یوه امریکایي بېړۍ، چې د عملې سره پکې ۲ تنه امریکایي پوځیان هم سپاره ول د سومالیا په سواحلو کې تښتول شوې وه، چې تر اوسه یې درک نه دی لګیدلی.


















