لبنان؛ د اسرائیلي اشغالګرو هوایي برید د حزب الله ګڼو جنګیالیو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ کب، ۱۴۰۲ل)

له لبنان ورکړل شوي راپورونه وایي، چې اسرائیلي اشغالګرو د یاد هېواد په جنوب کې د “حزب الله” غورځنګ درې مرکزونو باندې هوایي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د یاد غورځنګ ګڼو جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د حزب الله غورځنګ اړوند “المنار” تلویزیون خبر ورکړی، چې د صهیونیستي ريژیم په هوایي بریدونو کې یې د یو قوماندان په ګډون ۷ جنګیالي وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د المنار تلویزیوني شبکې دغه راز خبر ورکړی، چې د اسرائیلو تر بریدونو وروسته یې د لبنان- اسرائیل پر پوله د صهیونیستي ريژیم شپږو اهدافو باندې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي او ګڼو صهیونیستي اشغالګرو پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د اسرائیلي پوځ ویاند د بریدونو مسؤلیت منلی او په خبره یې وروستي بریدونه یې د حزب الله غورځنګ د تېرې شپې د توغندیزو بریدونو په غچ کې ترسره کړي. د اسرائیلي پوځ ویاند منلی، چې د حزب الله د تېرې شپې بریدونو کې یې ۲ پوځیان او ۵ ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د ویلو ده، چې د تېرې کال د اکتوبر له ۷ مې نېټې راهیسې د لبنان- اسرائیلو پر پوله د حزب الله مقاومتي غورځنګ او صهیونیستي اشغالګرو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي، چې په پایله کې یې دواړو لوریو ته درانه ځاني تلفات اوښتې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button