تاريخ به وليکي:مصر سره د نيل درياب وو ، ليکن غزه کي مسلمانان له تندي مړه شول!
لیکنه: شبیر راحل
🛑 – تاريخ به وليکي چې :
سعودي او اماراتو سره د تيل سمندرونه وو ، خو د غزې شفاخانو امبولانسونو تيل نه درلودل !
🛑 – تاريخ به وليکي چې :
مسلمانو هيوادونو سره د پنځوسو لکو زيات فوځ وو، ترکيه ، مصر ، پاکستان او سعودي سره جنګي الوتکې ، ميزايل ، ډرون او اتومي وسلې وي ليکن نه يي غزي ته يو عسکر واستوه او نه يي د قتل عام مخنيوي وکړ!
🛑 – تاريخ به وليکي چې :
سعودي د محمد صلی الله عليه وسلم پر ځمکه د ملياردو ډالرو په مصرف لوبې ، ډانس محفلونه ، د حيواناتو او انسانانو ښايست مقابلي او د ډمانو په کنسرټونو لگول ، خو په غزه کي شير خوارو ماشومان د لوږي شټنکي وهلي..
🛑 – تاريخ به وليکي چې :
د بيت المقدس پر ځمکه د يهودو او نصاراوو لخوا د مسلمانانو قتل عام روان وو ،خو د اسلامي نظامونو دعوه کوونکو يي پر وړاندې غږ نشو کولاي ، ځکه چې طاغوتیان ( امریکا ، انگلیس ، فرانس او اسراییل ) ، تري ناراض نشي.
🛑 – تاريخ به وليکي چې :
د یهودو په ټانکونو او الوتکو کې ټول د عربي هېوادونو تېل او ګاز سوځول کېدل او بې غیرتو عربانو ، صرف دا د تېلو تجارت هم پرې بند نه کړ !
🛑 – تاريخ به وليکي چې :
غرب کي په مليونونو غير مسلم انسانان د اسراييلي تباهکاريو پر خلاف سړکونو ته راووتل او مسلمانان خپلو هيوادونو کي کورونو کي ناست وو !
🛑 – تاريخ به وليکي چې :
غير مسلم هيواد (جنوبي افریقا ) د غزي د نسل کشۍ خلاف د نړيوال صهيونيزم مقابل ولاړ وو او د اسلام دعوه کوونکو د امريکا د ويرې د جوماتونو امامان فلسطينيانو ته له دعاګانو منع کول او خپلو خلکو ته یې پر سړک د غږ پورته کولو حق نه ورکاوه..
🛑 – تاريخ به ولیکي چې :
٧ میلیونه یهودیانو ، ٢١ عربی هېوادونه تر مخ کړي وو او حماس
او انصار الله
او حزب الله ،
یواځې د دوی پر ضد ولاړ وو
او له دوی پرته چا تر شا هم نشو ورکتلای .
🛑تاریخ به ولیکي چې :
له ایران پرته هېڅ یو اسلامی هیواد هم په زغرده د فلسطینیانو ملاتړ و نه کړ ، ځکه له ایران پرته ټولو اسلامي هېوادونو کې د امریکې پوځي اډې دي.