کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ کب، ۱۴۰۲ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د مرکچي پلاوي یو لوړ پوړي غړي د مصر پلازمېنه قاهره کې د “العربیه” خبریال ته ویلي، چې: موږ په غزه کې د روانې جګړې د بندولو لپاره د نړېوالو او منځګړو هېوادونو وړاندیزونه ترلاسه کړي، چې دا مهال تر غور لاندې دي.
د حماس غورځنګ د مرکچي پلاوي یاد غړي، چې هویت یې پټ ساتل شوی “العربیه” سره په خبرو کې ویلي، چې د نړېوالې ټولنې او منځګړو هېوادونو په وړاندیزونو کې د یرغمل شویو ماشومانو، ښځو او بوډاګانو خوشې کول شامل دي.
د حماس غورځنګ دغه چارواکی وایي، چې وړاندېزونه یې غزه کې پوځي شورا او قطر کې خپل سیاسي دفتر ته لیږلي، چې تر غور وروسته به یې په اړه خپل دریځ څرګند کړو.
د ویلو ده، چې د حماس اسلامي غورځنګ یاد چارواکی اسرائیل تورن کړي، چې خبرو اترو ته نه دی لیواله او یاد وړاندېزونه د امریکا-اسرائیلو، برېتانیا او فرانسې په خوښه طرحه شوي، چې ښایي رد شي.


















