کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۲ل)
په داسې حال کې، چې په اوکرایین کې د روسي- اوکرایني ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي او روسي ځواکونه یو پر بل پسې د اوکرایین ښارونه تر خپلې ولکې لاندې راولي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې روسيه دريمې نړيوالې جګړې ته چمتوالی نیسي.
ټایمز ورځپاڼې په خپل یو تحلیلي راپور کې لیکلي: چې روسیې د درېیمې نړیوالې جګړې لپاره هر اړخیز چمتوالی پیل کړی او د ولسمشر پوتین وروستی څرګندونې هم په ډاګه کوي، چې دغه هېواد به تر هغو په ارامه پاتې نشي ترڅو یې چې خپل اهداف نه وي تر لاسه کړي.
یاده ورځپاڼه زیاتوي، چې، روسیه د امریکا او اروپایي هېوادونو په پرتله د ورځې درې برابره زیاته وسله تولیدوي.
د ویلو ده، چې ټایمز ورځپاڼې خبرداری ورکړی، که د نړۍ اوسني سیاستونه همداسې دوام ومومي، هغه ورځ لیرې نه ده چې نړۍ یو ځل بیا درېیمې نړیوالې جګړې ته ورټیل وهل شي.


















