کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳، کب ۱۴۰۲ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر او د فلسطین د خپلواکې ادارې پخواني لومړي وزیر “اسماعیل هنیه” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي:هغوی چې د غزې وضعيت نشي غندلی، ازاد نه دي.
اسماعیل هنیه د اسلامي نړۍ پر مشرانو توندې نیوکې کړي او په خبره یې د اسلامي نړۍ مشران دومره له خدایه نه ویریږي، څومره چې له امریکا او اسرائیلو ویره لري.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې د روژې میاشتې مبارکیانې ورکوي؛ خو غزه کې د هغو کوچنیو ماشومانو په تړاو هیڅ نه وایي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له لوږې مري.
اسماعیل هنیه زیاته کړې ده، چې هغوی هیڅکله ازاد او خپلواک هېوادونه نه دي او نه یې ادعا کولی شي، چې د فلسطین په غزه کې روان وضعیت او د صهیونیستي اشغالګرو وحشتونه نه شي غندلی.
د ویلو ده، چې اسماعیل هنیه د یمن له وسله والو ځواکونو، ایران او حزب الله مننه کړې ده، چې د دوی ملاتړ کوي او یوځل بیا یې ټینګار کړی، چې د فلسطین تر بشپړې آزادۍ به د صهیونیستي ترهګر ريژیم پر وړاندې خپلې وسله والې او سیاسي مبارزې ته دوام ورکوي.


















