کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۲ل)
د اسرائیلي ترهګر پوځ ویاند خبر ورکړی، چې د حماس د سمندري ځواکونو برید کې یې ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د حماس سرچینو بیا رسنیو ته ویلي، چې د “زیکم” سیمه کې یې سمندري کومانډو ځواکونه د اسرائیلي پوځ یوې اډې ته ننوتلي او ګڼ شمېر صهیونیستي پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د حماس غورځنګ سرچینو دغه راز ویلي، چې له یاد ځپونکي برید وروسته یې ځواکونه په خوندي توګه بېرته خپلو اډو ته ستانه شوي دي.
د ویلو ده، چې اسرائیلي پوځ خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده اعلان کړې؛ خو اسرائیلي رسنیو یاد برید د اکتوبر د اوومې خونړي برید سره مقایسه کړی او په خبره یې د حماس غورځنګ جنګیالي اوس هم په اسرائیلو د سترو او ځپونکو بریدونو وړتیا لري.


















