کابل ټکی کام (پنجشبه، ۲۴ کب، ۱۴۰۲ل)
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” پلازمېنه “صنعا” کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، تر څو چې صهيوني يرغل پای ته نه وي رسېدلی، د فلسطنیانو ملاتړ ته به دوام ورکوي.
یحیی سریع د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې د یمن دریځ پیاوړی دی او د فلسطنیانو ملاتړ ته به تر هغه دوام ورکوي ترڅو چې پر غزې تړانګې صهیونیستي یرغل پای ته نه وي رسېدلی، صهیونیستي ترهګر-وحشي ريژیم د غزې محاصره پای ته نه وي رسولی او غزې ته یې د مرستو رسولو اجازه نه وي ورکړې.
ښاغلي سریع یوځل بیا ژمنه کړې ده، چې هېواد به یې د غزې په اړه خپل دریځ نه پریږدي او دا خپل یو دیني، بشري او اخلاقي مسؤلیت ګڼي.
د و یلو ده، چې د تېر ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې له ۱۹ مې نېټې راهیسې د یمن وسله والو ځواکونو له لوري په سره سمندرګي او عدن خلیج کې په اسرائیلي، امریکایي او برېتانوي بېړیو ۶۶ بریدونه ترسره شوي، چې په پایله کې یې لسګونه بېړۍ ویشتل شوي او ګڼ شمېر نورې د یمني ځواکونو له لوري نیول شوي دي.


















