کابل ټکی کام (جمعه، ۲۵ کب، ۱۴۰۲ل)
له هغه وروسته، چې تېره شپه د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” د هند په سمندر کې پر اسرائیلي او امریکایي بېړيو د بریدونو د پیلولو خبرداری ورکړ، تازه د حوثیانو د پوځي څانګې “انصارالله” سرچینو رسنیو ته ویلي، چې ځواکونو یې د هند په سمندر کې درې اسرائیلي او امریکایي بېړۍ ویشتلې دي.
د انصارالله سرچینو ادعا کړې، چې عملیات یې بریالي و، د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله یې د اسرائیلو او امریکا ۳ بېړۍ ویشتلي، چې د لومړنیو راپورونو له مخې پراخ زیانونه پکې اوښتې دي.
د انصارالله د سرچینو په خبره یاد بریدونه یې پر یمن د امریکا او برېتانیا د وروستیو بریدونو په غچ کې ترسره کړي او ټینګار یې کړی، چې دا لړۍ به دوام لري.
د ویلو ده، چې دا لومړی ځل دی، چې د یمن وسله وال ځواکونه په هندي سمندر کې د اسرائیلو او امریکا بېړۍ په نښه کوي. د کتوونکو په باور په عدن خلیج او سره سمندرګي کې د یمني ځواکونو تر عملیاتو وروسته د هند په سمندر کې پر اسرائیلي او امریکایي بېړیو بریدونه په ډاګه کوي، چې یمنیان جدي دي او که یاد بریدونه دوام پیدا کړي اسرائیلو او امریکا ته لوی سر خوږی جوړولی شي.