غزه؛ اسرائیلو پر هغو کسانو برید کړی، چې د مرستو ترلاسه کولو ته راټول شوي وو

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۵ کب، ۱۴۰۲ل)

له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې اسرائیلي اشغالګرو مصر سره پر پوله پر زرګونو هغو کسانو برید کړی، چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو.

د الجزیرې تلویزیوني شبکې د خبر له مخې په دې وحشیانه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱ تنه شهیدان شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

د حماس اسلامي غورځنګ په ګډون ترکیې، مصر، قطر او سعودي عربستان د صهیونیستي ريژیم وروستی برید غندلی او یو نه بښونکی جنګي جنایت یې بللی ده.

د ویلو ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې اسرائیلي اشغالګر ورته ترهرګریز برید ترسره کوي، بلکې دوه اوونۍ وړاندې یې هم هغه کسان په نښه کړي وو، چې د بشري مرستو راټولو ته انتظار و. د صهیونیستي ريژیم په هغه برید کې نږدې ۷۰۰ فلسطنیان شهیدان او سلګونه نور ټپیان شوي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button