تاریخ به ولیکي چې: غزه کې ۳۰ زره شهیدان په وینو کې رغړیدل؛ خو د مسلمانانو جنجال په شل او لس رکعته تراویحو و
شبیر راحل
په داسې حال کې چې په غزه کې تر ٣٠ زرو زیات شه.یدان په وینو کې لیت پیت پراته وو؛ خو د مسلمانانو جنجال په شل او لس رکعته تراویحو و
او
( هل من ناصر ینصرنا ) ؟
او
( هل من مسلم ) ؟؟
او
(هل من عرب ) ؟؟؟
او
( هل من عجم ) ؟؟؟ چیغې یې وهلې ،
خو په دغو دوه زره میلیونو سټنګانو کې ،
یو نر هم سر پورته نه کړ !!
او په همدغه حال کې چې د روژې میاشت هم ده ،
د دوي ټولو مصروفیت په دې کې دی چې :
(( دا تراویح لس رکعته دي او که شل رکعته ؟؟ ))
چا هم و نه پوښتل چې د غزې د قتل عام په اړه د دغه آیت شریف غوښتنه څه ده ؟
: [[ ومالكم لاتقاتلون في سبيل الله ؟؟
والمستضعفين من الرجال والنساء والولدان الذين يقولون ربنا اخرج من هذه القرية الظالم أهلها وجعلنا من لدنك وليا وجعلنا من لدنك نصيرا ]]
او باید څه وکړو ؟
او فقهاوو په دې اړه څه ویلي دي ؟
او د محشر په ورځ به خدای ته څه ځواب وایو ؟؟
بس ټول په نوافلو او مستحباتو لګیا دي !
او فرایض او واجبات پر ځای پاته دي !
او په دعاګانو کې بیا له خدایه جنت هم غواړي ؟؟
او چا هم و نه پوښتل چې د یهودو له خوا د غزې د مسلمانانو د قتل عام
او کلابندیو پر وړاندې د اسلام او شریعت حکم څه دی ؟؟


















