کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ وری، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې د غزې تړانګې په بېلا بېلو سیمو کې د حماس اسلامي غورځنګ ځواکونو سره په په خونړيو وسله والو نښتو کې ۱۴ اسرائیلي اشغالګر وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د حماس اسلامي غورځنګ سرچینو د مقاومت اړوند “الأقصی” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې اسرائیلي اشغالګرو ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د غزې تړانګې شمال کې اوښتې او د ځینو وژل شوو پوځیانو مړي یې اوس هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
د حماس سرچینو دغه راز ویلي، چې د غزې مرکزي او جنوبي برخو کې یې هم ګڼ اسرائیلي ټانکونه ویجاړ کړي، چې په پایله کې یې لسګونو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ویلو ده، چې صهیونیستي ترهګر ریژيم د خپلې ګونګې پالیسۍ له مخې تر اوسه غزه کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي؛ خو د اسرائيلو ۱۲ تلویزیوني چینل خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې حماس ځواکونو سره د نښتو پر مهال غزه کې د یو قوماندان په ګډون ۵ سرتېري وژل شوي دي.


















