کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ وری، ۱۴۰۳ل)
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، چې پر المیادین ښار د اسرائیلو او امریکا په هوایي برید د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو پنځه مهم قوماندانان وژل شوي دي.
د «العربیه» نړېوال تلویزیوني چینل د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې یاد بریدونه نن د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۲۰ مه نېټه سهار وختي د سوریې په ختیځ کې د “دیر الزور” ولایت اړوند د المیادین په ښار ګوټي د امریکا او اسرائیلو لخوا ترسره شوي دي.
د “العربیه” سرچینې وایي د سوریې په ختیځ کې د حزب الله د یوه قوماندان په ګډون د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو پنځه جګپوړي قوماندانان د دیرالزور ښار په المیادین ښار کې په یوه هوايي برید کې وژل شوي دي.
تر دې مخکې د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي وو، چې د نامعلومو بې پیلوټه الوتکو د الوتنې پر مهال د سوریې د دیرالزور ښار په المیادین ښار کې چاودنه شوې ده.
د ویلو ده، چې د امریکایي ځواکونو سرچینو العربیه ته ویلي، چې دا وروستي بریدونه د اردن او سوریې پر پوله کې پر یوې امریکایي اډه کې د دریو امریکايي پوځیانو د وژل کیدو په غبرګون ترسره شوي دي.


















