کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ وری، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر لوړ پوړي غړي او پخواني ویاند “اسامه حمدان” د لبنان پلازمینه “بیروت” کې یوې خبرې ناستې ته د خبرو پرمهال ویلي، چې اسرائیلو غزه کې ماته خوړلې د ملکیانو وژنه کومه لاسته راوړنه نه ده.
اسامه حمدان ویلي، چې له جګړې نه دي ستړي؛ خو د ځینو دوستو هېوادونو په غوښتنه یې د مصر پلازمېنه قاهره کې صهیونیستي ريژیم سره د اوربند او د بندیانو د تبادلې په هکله خبرې پیل کړې وې، چې د اسرائیلو لخوا د بیا، بیا خنډ له رامنځته کولو وروسته یادې خبرې له ناکامۍ سره مخ شوي او اوسمهال دغه خبرې په ټپه دریدلي دي.
اسامه حمدان د خپلو خبرو پر دوام یوځل بیا تینګار کړی، چې د ټول فلسطین تر خپلواکۍ به د اسرائیلو پر وړاندې خپلې پوځي او سیاسي مبارزې ته دوام ورکوي.
د نوموړي په خبره دوستو او منځګړو هېوادونو ته یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړي، چې د اسرائیلو لخوا یې منفي ځواب تر لاسه کړی دی.
د ویلو ده، چې د حماس اسلامي غورځنګ دغه لوړ پوړي چارواکي اسرائیل تورن کړي، چې یواځې فلسطینیانو سره نه بلکې خپلو خلکو سره هم دوښمني کوي. د نوموړي په خبره دا مهال ورسره سلګونه اسرائیلي وګړي بندیان دي او دوی نړېوالې ټولنې ته ور یادوي، چې که پر غزې د اسرائیلو جنایتونه دوام وکړي نو دوی به مجبور شي، چې په انتقام لاس پورې کړي او که اسرائیلي بندیانو ته کوم زیان رسیږي پړه به یې د صهیونیستي ريژیم پر غاړه وي.


















