کابل ټکی کام (شنبه، ۴ وری، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې، چې لا هم پر غزې تړانګې د اسرائیلي اشغالګرو وحشیانه بریدونه دوام لري. د ملګري ملتونو عمومي منشي” ګوتریش” مصر سره پر پوله رفح ښار ګوټي کې د کډوالو له پنډغالو لیدنه کړې او یلې یې دي، چې له اوربند پرته غزه کې د مرستو وېیشل ناشوني دي.
ګوتریش چې خبریالانو سره یې خبرې کولې وویل: له اوربند پرته په غزه کې د مرستو وېشلو لپاره کومه بله اغېزمنه لاره نشته.
ګوتریش یوځل بیا په اسرائیلو او حماس غږ کړی، چې هر څه ژر دی اوربند وکړي او روانه شخړه دې د خبرو له لارې حل کړي.
د ویلو ده، چې ګوتریش د خپلو خبرو پر دوام ویلي: موږ په غزه کې د فلسطیني سرې میاشتې، سره صلیب او نورو بنسټونو سره کار کولو ته ژمن یو ترڅو د نړېوالو مرستې په ښه توګه تر اړمنو کسانو ورسیږي.


















