کابل ټکی کام (یکشنبه، ۵ وری، ۱۴۰۳)
د راپورونو له مخې غزه کې د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا ځواکونو د اسرائیلي پوځ ګڼ ټانکونه ویجاړ کړي دي.
د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې خبر ورکړی، چې نن د یکشنبې په ورځ یې ځواکونو د صهیونیستي پوځ لسګونه ټانکونه ویشتلي، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر اسرائیلي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ویلو ده، چې اسرائیلي ریژیم په رسمي توګه غزه کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې په شمال کې یې ۵ تنو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.