یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

زما غفلت خپله سزا راکوي

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
مارچ 24, 2024
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
30
ځلې شریک شوی
369
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال ریحان وردګ

له کله هم چې عثماني خلافت نړېدلی دی او د اسلامي نړۍ په قلمرو د کفارو پوځیان حاکمان شوي دي، د اسلامي شعائرو سپکاوی، مقدساتو ته توهین او د مسلمانانو په سرحداتو تېری د عصر کفارو خپل عادت ګرځولی دی.
د مسلمانانو واکمنان د دې پر ځای چې د خپل ځان، خپلو خلکو او خپلو اماکنو د حفاظت په خاطر اتفاق او اتحاد ته راټول شي، د فحشاء، شرابو او دنیوي عیش و ععشرت په مرداریو کې ښکېل دي.

دا هم ولولئ

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دا خو پر ځای پرېږده د افسوز خبره دا ده چې نوي نسل مو د دیني او عصري علومو د تحصیل پر ځای خپل ټول قېمتي وخت په ټیک ټاک، انسټګرام، فیسبوک او یوټیوب باندې ضایع کړی دی، د هېچا سره هم د خپل تېر برم د اعادې فکر نشته، اسلام یواځې تر ملایانو محدود شوی دی، د غلا، زنا، لواطت، فسق او فجور مراکز او سامان آلات د هر سړي تر کوره رسېدلي دي.
د علمي مراکزو یواځې نومان پاتې، د زده کړې او پوهې ګراف آخرې اندازې ته را ښکته شوی دی.

فرض کړه اوس یو کافر راځي زما په کور کلي او ممکلت یرغل کوي، زما عزت او ناموس ته لاس اچوي او ماته مې په خپل کور کې رد او بد وایي زما په اند حق لري چې دغسې عمل راسره وکړي، زه مجبور یم تر څو په وحشت او بربریت یې سترګې پټې کړم، که احیاناً غټه توره مې وکړه ایله دومره به وکړم چې راسره شوی ظلم په رډو رډو سترګو وغندم، ځکه د فریاد اورېدلو ځوانان خو مې د کرکټ او بوټبال په لوبغالي کې مصروف پاتې، دوی خوراکیان به لوبه ګټي او که زما د عزت ګټلو ته به را دانګي؟ پیاوړی فوځ هم نلرو چې د خپل عزت او خپل کور حفاظت ورباندې وکړو، د اټومي اسلحو د جوړولو او لاسته راوړلو خواري موږ نه ده کړې تر څو د کافر مقابله ورباندې وکړو، جنګي بېړۍ، ډرون، هلیکپټر، بي ٥٢ تیارې او د دوښمن له لمنځه وړلو کشفي وسایل او لوازم هم نلرو تر څو خپل دوښمن ته د یوه وار په مقابل کې پرې دری ځله جواب ورکړو آخر وکړو چیش؟

اصلي هدف ته مې راځم.

که څه هم زما تحلیل او سپارښتنه کمزورې ده خو نن یې د خپل زړه له درده لیکم، د اسلامي نړۍ او خصوصاً د افغانستان حاکمان دې په خپل ټول توان او قوت سره علمي مراکز چې مدارس، مکاتب او پوهنتونونه پکې دخیل دي پیاوړي او قوي کړي، د خلکو او ټولنې د عقیدوي روزنې تر څنګ دې عصري علومو ته تر دې اندازې کار وکړي تر څو دا هیواد په تمامه معنا له نړیوالو قدرتونو سره په اقتصادي راشه درشه کې، په ټکنالوژۍ کې، په طبابت کې، په صنعت او سوداګرۍ کې سیال وګرځي.

که موږ اټومي اسلحې ولرو، فوځ ولرو، ښه پیاوړی اقتصاد ولرو، په طبابت کې سیالان پاتې شو، پوهان ولرو، سیاستمداران ولرو، فیلسوفان ولرو بیا د اندلس او غرناطې غرونه زموږ خپل دي، د اقصی د آزادۍ خوبونه ریښتیا دي او د غزې غندنه راته پیغور ده.

مګر که موږ په همدې روان وضیت کې بند پاتې شوو، فکرونه مو په عبثیاتو مشغول کړو، ځوانان مو په کرکټ او ډرامو کې ښکېل پرېږدو، له دې زرینې موقع استفاده ونکړو، لرې نه ده چې یوځل بیا مو الله تعالیﷻ د خپل غفلت له رویه یو پر بل ووهي.

معاصره زمانه د ټکنالوژۍ او پرمختګ زمانه ده، یهود او ملګري یې یواځې له هغوی وېره لري د چا چې زور او قوت په لاس کې پروت دی، تاسو نه وینی غزه کې په څلور میاشتو کې تقریباً تر څلوېښتو زرو پورې مسلمانان چې ښځې، ماشومان او سپینږیري پکې شامل دي، شهیدان شوي دي، کورنه یې نړېدلي دي، ځمکې یې اشغال شوې دي، خو موږ او اسلامۍ نړۍ بیا هم د اسرائیلي رژیم د دې بې بېلګې تجاوز یواځې په غندنو اکتفاء کوو، ځکه موږ وس نلرو، توان نلرو، اسلحه نلرو، رادار نلرو، تیارې او ټانګان نلرو.

دا منم چې جنګ په عقیده کېږي خو که د عقیدې تر څنګ اسلحه او قوت ولرې د بریا بیا سل فیصده امکان شته، موږ خدای پیدا کړي د دې لپاره یو تر څو له کافر سره وجنګیږو، خو د دې تر څنګ راته الله تعالیﷻ د ټرېنېنګ کولو او د ټکنالوژۍ په پیدا کولو هم امر کړی دی، دا هر څه په قرآن پاک ثابت شوي.

زه یو مثال وړاندې کوم.
تیره ورځ په روسیه کې په یوه هوټل باندې د څو حمله کونکو لخوا وسلوال برید ترسره شو چې شاوخوا تر ١٦٠ پورې کسان پکې مړه او ټپیان شول، په پای کې د هوټل چت هم د قوي اور لګېدنې له رویه ونړېد. د برید مسؤلیت که څه هم ظاهر داعش په غاړه واخیست خو تر شا یې د قوي استخباراتو لاس وو، ځکه خو د روسیې ولسمشر پوتین هم د غچ اخستلو اخطار اوکراین ته ورکړ.

د افغان حکومت په ګډون د سیمې اکثریت هیوادونو دا برید په کلکو ټکو وغنده، خو د شمالي کوریا مشر د غندلو تر څنګ ووېل چمتو یو تر څو د دې برید طراحان که هر څوک هم وي له روسیې سره په ګډه له منځه یوسو.
د نوموړي له دې خبرو د دوی (شمالي کوریا) زور، قوت او په ښکاره توګه له امریکا سره ډغرې وهل جوتیږي، ځکه شمالي کوریا، اټومي اسلحې لري، زرو لري، وړتیا لري، امریکایان وېره هم ورځینې لري، چې هر څه ووایي هغه په عمل کې ثابتولی هم شي.

خو برعکس ضعیفو هیوادونو یواځې غم شریکي وړاندې کړه، هېچا هم د امریکا له ډاره ونه وېل چې د برید طراحان به له روسیې سره په ګډه له منځه وړو.

نو پکار ده تر څو د خپل حاکمیت او د مسلمانانو د حفاظت په خاطر هغه څه تر سره کړو له کوم څه چې شرقي او غربي کفار بده وړي، چې دا کار د مدارسو، مکاتبو او پوهنتونو په ځوانانو خواري کول دي.

تاسو ورشئ په اطرافو کې د تعلیمي ادارو احوال واخلئ چې هغه د څه ډول وضیت سره مخ دي؟ مدارس په کوم حال پاتې او له مکاتبو څه جوړ شوي؟
موږ که ریښتیا هم ځانونه د تېر برم د اعادې مدعیان بولو ولې د دې لوی هدف د ترلاسه کولو په پار معیاري کار ته اوږه نه ورکوو؟

پای

لوی ټکي: زما، غفلت، سزا، راکوي،
مخکینې مطلب

غزه کې ګڼ ټانکونه ویجاړ او لسګونه اسرائیلي پوځیان وژل شوي

بل مطلب

د عراق اسلامي مقاومت سازمان د اسرائیلو د دفاع وزارت پر ودانۍ د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: ټرمپ د جګړې د مدیریت له بحران سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026

وروستي

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com