د یمني ځواکونو برید؛ ۲ بېړۍ ویجاړې او ګڼ شمېر امریکایي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ وری، ۱۴۰۳)

د راپورونو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یمني ځواکونو لخوا د امریکا ۲ پوځي بېړۍ د بالستیک توغندیو په وسیله ویشتل شوي، چې یو شمېر امریکایي پوځیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یمن “المیسره” خبري آژانس خبر ورکړی، چې په یادو بېړيو کې د الوتکو په ګډون ډول ډول پوځي تجهیزاتو شتون درلود او له همدې بېړيو پر یمن هوایي او توغندیز بریدونه ترسره کېدل.

په ورته مهال د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال “یحیی سریع” د امریکا پر پوځي بېړیو د بریدونو مسؤلیت منلی او په خبره یې له اشغالګرو یې پر یمن د وروستیو وحشیانه هوایي بریدونو غچ اخیستئ ده.

د ویلو ده، چې د تېر 2023م کال د نوامبر د میاشتې له ۱۹ نیټې راهیسې د یمن وسله والو ځواکونو د فلسطیني ولس د ملاتړ او پر غزې تړانګې د صهیونیستي اشغالګرو لخوا د روان وحشت په غبرګون کې په سره سمندرګي او عدن خلیج کې د امریکا، برېتانیا، اسرائیلو او ځینو نورو هېوادونو په بېړیو د بې پیلوټه الوتکو او بالستیک توغنديو په وسیله 110 بریدونه ترسره کړي، چې په پایله کې یې لسګونه بېړۍ له منځه وړي دي

مربوطه مطالب

Back to top button