کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ وری، ۱۴۰۳ل)
اوکرایني چارواکو ویلي، چې روسیې نن سهار وختي په پلازمینه کیف او په غربي ښار پراخ بریدونه کړي دي.
فرانس پرېس خبري اژانس وایي، په تېرو دوه ورځو کې په اوکراین د روسیې بریدونه زیات شوي او روسي پوځ پرون شنبه ادعا کړې، چې د باخموت ښار یوه سیمه یې له اوکرایني پوځیانو څخه نیولې ده.
د ویلو ده، چې روسیه په اوکراین داسې مهال بریدونه کوي، چې په مسکو کې د وړمې شپې په برید کې کیف په لاس لرلو تورنوي.


















