لبنان؛ د اسرائیلي اشغالګرو هوایي برید کې ۶ تنه شهیدان شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۳ل)
د اسرائیلي ترهګر ریژیم جنګي الوتکو د لبنان په جنوب کې د
“طيرحرفا او ناقوره په ښارونو بمبارۍ کړي، چې په پایله کې يې شپږ تنه شهيدان او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.
د حزب الله د اسلامي مقاومتي غورځنګ سرچینو رسنیو ته ویلي، چې شهیدان او ټپیان ټول ملکي وګړي دي.
د ویلو ده، چې د حزب الله اسلامي غورځنګ اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې د صهیونیستي ريژیم د وروستیو ترهګریزو حملو په غبرګون کې یې د لبنان- اسرائیلو پر پوله د صهیونیستانو ګڼ شمېر اهداف په نښه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.



