کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ وری، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر او د فلسطین پخواني لومړي وزیر “اسماعیل هنیه” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اسراییلي اشغالګرو پر وړاندې زموږ جګړه فلسطیني ملت ته بې سارې لاسته راوړنې لري.
هنیه، چې نن مازدیګر یې د ایران پلازمېنه تهران کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل: د اسرائیلي اشغالګرو په وحشیانه هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۱۰۰۰ ولسي فلسطنیان شهیدان شوي، زرګونه نور ټپیان، زرګونه نادرکه دي او د غزې ۷۰ سلنه ودانۍ په پشپړ ډول ویجاړې شوې؛ خو د طوفان الأقصی عملیات د فلسطیني ولس لپاره ډیرې لاسته راوړنې هم لري، چې په خبره یې ځینې یې لنډمهال او ځینې یې بیا اوږد مهاله دي.
د هنیه په خبره لنډمهاله لاسته راوړنې یې دا دي، چې اشغالګرو صهیونیستانو ته په لومړي ځل د سر او مال درانه زیانونه واوښتل او د اوږد مهال لاسته راوړنو له ډلې دوه یې دا دي: لومړی- اسلامي اُمت کې د اشغالګرو صهیونیستانو په مقابل کې د مقاومت او دفاع هغه جذبه یوځل بیا را ژوندۍ شوه، چې له کلونو راهیسې مړه وه: دویم دا چې د “طوفان الأقصی” مبارکو عملیاتو تر بریالي پای ته رسېدو وروسته د د یو داسې فلسطیني دولت جوړېدو ته هیلې پیدا شوي، چې پلازمېنه به یې “بیت المقدس” وي او واک به هغه چا سره وي، چې صهیونیستي ترهګر ريژیم سره پر وسله والې مبارزې باور لري.
د ویلو ده، چې د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه یوځل بیا ټینګار کړی، چې د خپلو اهدافو تر تحقق پورې به د صهیونیستانو پر وړاندې وسله والې او سیاسي مبارزې ته دوام ورکوي. د نوموړي په خبره د غزې ولس د ټول فلسطین خپلواکۍ لپاره قرباني ورکړې ده او دوی به یې کله هم پر وینو سودا ونکړي.


















