د عراق اسلامي مقاومت سازمان یوځل بیا پر اسرائیلو هوایي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۳)

د راپورونو له مخې د عراق د اسلامي مقاومت سازمان یا “حشدالشعبي” یوځل بیا پر اسرائیلي ښارونو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي.

یاد سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: زموږ ځواکونو د سوریې اسرائیلو پر پوله د “ګولان” اشغال شوي ښار کې د صهیونیستي دوښمن څو اډې په نښه کړي، چې په پایله کې یې دوښمن ته درانه ځاني او مالي زیانونه رسیدلي دي.

یاد سازمان دغه راز زیاته کړې، چې ځواکونو یې د څو “ځانمرګو” بې پیلوټه الوتکو په وسیله د اسرائیلو تر ټولو ستر بندري ښار “ایلات” باندې هم ګذارونه کړي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د عراق د اسلامي مقاومت سازمان په اسرائیلي اهدافو بریدونه کوي، بلکې یادې ډلې پر غزې تړانګې د اسرائیلي نیواکګرو د وحشیانه حملو له پیل وروسته په اسرائیلو ګڼ بریدنه ترسره کړي دي. یادې ډلې دغه راز په عراق، سوریه او اردن کې هم د امریکا پر پوځي اډو ځپونکې حملې کړي، چې لسګونو امریکایي پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د ویلو ده، چې یا دې ډلې ژمنه کړې ده، چې بریدونه به یې د صهیونیستي پوځیانو د مرکزونو تر ځپلو دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button