کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د سوریې پر “حلب” ولایت د اسرائیلي ځواکونو د تېرې ورځې وحشیانه هوایي بریدونو کې د وژل شویو سوریایي پوځيانو شمېر ۹۲ تنو ته رسېدلی دی.
د سوريې د بشري حقونو د څار ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې پر حلب باندې د اسرائيلو په هوايي بريدونو کې د وژل شويو سوریایي سرتېرو شمېره ۹۲ تنو ته رسېدلې او سلګونه نور ټپیان دي چې له ډلې یې د ګڼو هغو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی ده.
د ویلو ده، چې د سوریې ولسمشر “بشارالأسد، دفاع وزیر او ګڼو چارواکو د اسرائیلي نیواکګرو بریدونه غندلي، د غچ اخیستو ژمنه یې کړې ده او د فلسطیني مقاومتي ډلو څخه یې یوځل بیا د دمشق پر ملاتړ ټینګار کړی ده.


















