کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۳ل)
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د فلسطیني مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مشر او د فلسطین د خپلواکې ادارې پخواني لومړي وزیر دکتور “اسماعیل هنیه” ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د وسله والو ځواکونو له لوی درستیز “جنرال باقري” سره کتلي دي.
د ایراني پوځ لوی درستیز په دغه کتنه کې د حماس غورځنګ بسنټګر مشر “شهید شیخ احمد یاسین” خپل ایډیال بللی او په خبره یې هېواد یې چمتو دی، چې د اسرائیلي اشغالګرو تر بشپړې ماتې د حماس غورځنګ په ګډون د ټولو فلسطیني مقاومتي ډلو مرسته وکړي.
نوموړي اسرائیلو ته خبرداری ورکړی، چې د حماس ځواکونه او نورې فلسطیني ډلې یې پر وړاندې کلکه مبارزه کوي او لا هم هغه ورځ نه ده راغلی، چې ایراني ځواکونه مخامخ جګړه کې ښکیل شي. دغه ایراني لوړ پوړي پوځي چارواکي صهیونیست ریژیم ته خبرداری ورکړی، که حماس ترې وغواړي دوی چمتو دي غزې ته خپل وسله وال ځواکونه ولیږي.
د ویلو ده، چې د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د فلسطیني قضیې په اړه د ایران څرګند دریځ ستایلی، مننه یې ترې کړې، د فلسطیني مظلومانو د چیغې د اورېدو له امله یې د سپاه پاسداران د وژل شوي مشر “قاسم سلیماني هڅې ستایلي او په خبره یې د نوموړي هڅې به هېڅکله هېرې نه کړي.


















