کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۳ل)
د یمني حوثیانو بنسټګر او روحاني مشر “سید عبدالمالک حوثي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې په تېرو ۴ میاشتو کې یې د فلسطنیي ولس په ملاتړ او پر یمن د امریکایي او برېتانوي اشغالګرو د وحشیانه بریدونو په غچ کې په سور سمندرګي او د عمان په سمندر کې د اسرائیلو، امریکا او برېتانیا ۸۶ کښتۍ په نښه کړي دي.
د “انصارالله” مقاومتي غورځنګ اړوند “المسیره” ټلویزیون تلویزیوني شبکې د حوثي غورځنګ د مشر عبدالمالک الحوثي یوه وینا خپره کړې، چې په کې نوموړي په تېرو ۴ میاشتو کې د یمن د وسله والو ځواکونو د بریالیتوبونو په اړه خبرې کړې دي.
عبدالمالک حوثي په خپلو خبرو کې ویلي، چې د یمن سمندري ځواکونو یواځې په تېره اوونۍ کې ۹ کښتۍ په نښه کړې چې په دې توګه د اسرائیلو، امریکا او برېتانیا د ویشتل شویو بېړیو شمېر چې ۸۶ ته لوړ شوی دی.
حوثي دغه راز زیاته کړې، په تېره یوه اوونۍ کې یې پر اسرائیل لسګونه دقیق عملیات ترسره کړي، چې په کې د ۳۷ بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله د اسرائیلو ستر بندري ښار “ایلات” او پلازمېنه تل أبیب کې مهم پوځي اهداف په نښه او له منځه وړل شوي دي.
د ویلو ده، چې عبدالمالک حوثي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې په سور سمندرګي کې اسرائیلو ته د تلونکو بېړیو تګ راتګ کې د پام وړ کموالی راغلی دی. نوموړي ټینګار کړی، چې د غزې په تړانګه باندې د اسرائیلو د حملو د بندیدو پورې به خپل عملیاتو ته دوام وکړي.


















