کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۳ل)
د روسيې د دفاع وزارت د اوکراين د انرژۍ په زيربنايي تاسيساتو او د ګازو د توليد په صنعت باندې د دغه هېواد د پوځ د هوايي ځواکونو د بريد خبر ورکړ.
د سپوتنیک خبري آژانس په وینا، د روسیې د دفاع وزارت راپور ورکړی، چې د روسیې هوایي ځواکونو د اوږد واټن هوایی وسلو او بې پیلوټه الوتکو سره د اوکراین د انرژۍ زیربنایي تاسیساتو او د ګازو تولید صنعت باندې بریدونه کړي دي.
د دغو بریدونو په پایله کې د دفاعي صنایعو د شرکتونو د وسلو، پوځي تجهیزاتو او مهماتو د تولید او ترمیم چارې ګډې وډې شوې او برید کې ټول هدفونه په بریالیتوب سره په نښه او له منځه وړل شوي دي.


















