کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د غزې تړانګې په بېلا بېلو برخو کې د حماس اسلامي غورځنګ، اسلامي جهاد، القدس لېوا او نورو فلسطیني مقاومتي ډلو سره په خونړیو نښتو کې د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۳۵ صهیونیستي پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي او د رسنیو مسؤل “حسام بدران” کابل ټکی کام وېب پاڼې ته تایید کړه، چې د غزې تړانګې په ختیځ “الشفا” روغتون ته څېرمه یې ځواکونو په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د اشغالګرو ۱۶ ټانکونه د “یاسین ۲۰۵ او البناء ټانک ضد توغندیو په وسیله په نښه او په بشپړه توګه ویجاړ کړي دي.
د بدران په خبره په یادو نښتو کې یې د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۲۰ تنه اشغالګر پوځیان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
په ورته مهال د اسلامي جهاد مقاومتي سازمان مرستیال مشر “محمد الهندي” د لبنان “المنار” تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ادعا کړې، چې ځواکونو یې د غزې تړانګې په شمال کې ۱۰ اشغالګر پوځیان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ‘سرایة القدس” القدس لیوا ویاند “ابو حمزه” رسنیو ته په یو استول شوي غږیز پیغام کې ادعا کړې وه، چې ځواکونو یې د غزې په جنوب کې د نیواکګر پوځ دوه ټانکونه ویشتلي، چې په پایله کې یې ۵ پوځيان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
ابو حمزه د خپلو خبرو پر دوام یوځل بیا اسرائیلي ريژیم سره د اوربند په اړه هر ډول خبرې رد کړي او خبرداری یې ورکړی، چې د غزې په ګډون د ټول فلسطین تر خپلواکۍ به خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکوي.
د ویلو ده، چې اسرائیلي ريژیم خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په هکله د فلسطیني ډلو د ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو یو شمېر اسرائیلي رسنیو منلی ده، چې غزه کې یې تېر ۷۲ ساعتونه د ځواکونو لپاره خورا خونړي و او ګڼ پوځیان یې وژل شوي دي.