د سوریې پلازمېنه دمشق کې درنې چاودنې؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۳ل)

د سوریې دولتي تلویزیون خبر ورکړی، چې شیبه وړاندې د یاد هېواد په پلازمېنه دمشق کې درنې چاودنې شوي، چې په پایله کې یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سوریې دولتي تلویزیون وایي، چې تر چاودنو وړاندې سیمه کې د اسرائیلي اشغالګرو بې پيلوټه الوتکې لیدل شوي، چې درې یې د سوریې د وسله والو ځواکونو د هوایي دفاع سیستم ویشتلي او پاتې نورو یې د مشق ته څېرمه پر دوه پوځي مرکزونو باندې بمبارۍ کړي دي.

که څه هم د سوریې دولتي تلویزیون د اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې دقیق ارقام نه دي څرګند کړي؛ خو د سوریې د بشري حقونو لندن میشتي سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې ده، چې د اسرائیلو په بریدونو کې د سوریې د وسله والو ځواکونو ۱۶ تنه غړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د ویلو ده، چې وړمه ورځ هم د سوریې د “حلب” هوایي ډګر ته څېرمه د یاد هېواد څو پوځي مرکزونه اسرائیلي نیواکګرو په نښه کړي و، چې په پایله کې یې ۱۵۰ تنه پوځيان ووژل شول او نږدې ۳۰۰ نور ټپیان شوي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button