بهرنيو چارو وزارت: دمشق کې د ايران پر کونسلګري بريد د ديپلوماتيکو نورمونو نقض دی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۳)
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په پلازمینه دمشق کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت پر کونسلۍ څانگه د صهيونيستي رژیم بريد د ديپلوماتيکو نورمونو ښکاره نقض او په سيمه کې د ناامنۍ د پراختيا پاروونکی اقدام بولي او په کلکو ټکو يې غندي.
د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ او سيمې له تأثيرگذاره هېوادونو غواړي چې په غزه کې او له غزې تړانگې هاخوا د هغه رژيم د جنايتونو مخنيوی وکړي.
د دغه رژيم د جنايتونو دوام له يوې خوا د سيمې او نړۍ امنيت ته پر يوه جدي گواښ بدل شوی او له بلې خوا يې د نړيوالو قوانينو او سازمانونو د مؤثريت په تړاو جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.



